ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي ،د اسلام دین د علم او پوهې په ترلاسه کولو او د هوښیارو مسلمانانو په روزنې ډېر ټینګار کوي. په دې لیکنه کې د پارستوډي له خوا د حضرت رسول اکرم (ص) او د هغه د اهل بیتو د علم او زده کړې په اړه احادیث وړاندې شوي دي.
د دنیا او آخرت خیر
د اسلام ګران پیغمبر (ص)
«خَيرُ الدُّنيا وَالآخِرَةِ مَعَ العِلمِ وَشَرُّ الدُّنيا وَالآخِرَةِ مَعَ الجَهلِ» (بحارالانوار، جلد ۷۹، ص ۱۷۰)
د دنیا او آخرت خیر له علم سره دی او د دنیا او آخرت شر له ناپوهۍ سره.
د علم زکوات
امام علي (ع)
«زَكاةُ العِلمِ بَذلُهُ لِمُستَحِقِّهِ وَإجهادُ النَّفسِ فِى العَمَلِ بِهِ» (غرر الحکم و درر الکلم، ص ۳۹۱)
د علم زکوات دا دی چې مستحق ته ور زده کړل شي او په عملي کولو کې ئې هڅه وشي.
د علم غوښتونکی
امام صادق (ع)
«لَستُ اُحِبُّ أن أرَى الشّابَّ مِنكُم إلاّ غادِياً في حالَينِ: إمّا عالِماً أو مُتَعَلِّماً» (امالی طوسی، ص ۳۰۳)
زه نه غواړم د تاسو ځوانان له دوو حالتونو پرته ووینم: یا پوهان وي یا زده کونکي.
د ناپوهۍ له منځه وړونکی
امام علي (ع)
«اَلعِلمُ قاتِلُ الجَهلِ» (غررالحکم و دررالکلم، ص ۵۶)
علم د ناپوهۍ له منځه وړونکی دی.
غوره علم
امام علی (ع)
«خَيرُ العِلمِ مانَفَعَ» (غررالحکم و دررالکلم، ص ۳۵۴)
غوره علم هغه دی چې ګټور وي.
د خدای پاک خوښ کسان
حضرت رسول اکرم (ص)
«إِنَّ اللّه يُحِبُّ بُغاةَ العِلمِ» (مصباح الشریعه، ص ۱۳)
خداى د علم غوښتونکي خوښوي.
د زړونو ژوند
امام علي (ع)
«إِنَّ العِلمَ حَياةُ القُلوبِ وَ نورُ البصارِ مِنَ العَمى وَ قُوَّةُ البدانِ مِنَ الضَّعفِ» (تحف العقول، ص ۲۸)
علم د زړونو ژوند، د ړندو سترګو بینا کوونکی او د کمزورو بدنونو ځواکمنوونکی دی.
د علم ظرف
امام علي (ع)
«كُلُّ وِعاءٍ يَضيقُ بِما جُعِلَ فيهِ إِلاّ وِعاءُ العِلمِ فَإِنَّهُ يَتَّسِعُ بِهِ» (نهج البلاغه، ص ۵۰۵)
هر ظرف د خپل منځپانګې له امله تنګېږي، خو د علم ظرف د علم په زیاتېدو سره پراخېږي.
د علم تواضع
امام علي (ع)
«إِذا تَفَقَّهَ الرَّفيعُ تَواضَعَ» (غررالحكم، ص ۲۸۵)
کله چې لوړ مقام لرونکی کس پوهه ترلاسه کړي، متواضع کېږي.
https://parstoday.ir/ps/news/religion-i164546